پاکستان د افغانستان له نه‌ګډون وروسته زمبابوې ته د سیالیو بلنه ورکړه

وروسته له هغې چې د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان سره درې اړخیزه لوبلړۍ لغوه کړه، پاکستان دې ته اړ شوی چې پر ځای یې «زمبابوې» ته د ګډون بلنه ورکړي.
ټاکل شوې وه، چې د لاهور په کوربتوب د نوامبر له اوولسمې تر نهه‌ویشتمې نېټې پورې افغانستان، سرېلانکا او پاکستان د شل اوریزو سیالیو لړۍ ترسره کړي، خو د افغانستان د نه ګډون له پرېکړې وروسته د دې سیالیو جوړښت بدل شو.
ويل‌کېږي، زمبابوې د پاکستان بلنه منلې او ټاکل شوې ده چې ياده لوبډله د سیالیو لپاره لاهور ته ولاړه شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a992s
دکمه بازگشت به بالا