پاکستان لوړپوړی پلاوی نن افغانستان ته راځي، د کرښې او سوداګرۍ بحثونه کېږي

پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوي، نن (سېشنبه) افغانستان ته راځي څو له افغان چارواکو سره د فرضي کرښې مدیریت او دوه اړخیزې سوداګرۍ په اړه مشورې وکړي.
دغه رسنۍ د سرچینو له قوله وايي، یاد سفر مخکې پلان شوی و او د تورخم د بندېدو او له وروستیو نښتو سره تړاو نه لري.
د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1063s

