پاکستان پوځ په بنو کې ۲۲ وسلهوال ووژل شول؛ شهباز شریف عملیات بریالي بللي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د سېشنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسلهوال وژلي دي.
د یادې ادارې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد عملیات د دوشنبې په ورځ د استخباراتي عملیاتو پر بنسټ شوي چې پهکې د ټيټيپي اړوند ۲۲ وسلهواله وژل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده سیمه کې لاهم چاڼیز عملیات روان دي.
ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یاد عملیات بریالي بللي او ویلي یې دي:« موږ له هېواد څخه د ترهګرۍ د بشپړې لهمنځه وړلو لپاره ټینګ هوډ لرو.»
دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره ورځ په پېښور کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر مرکزي دفتر برید کې د یادو ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او ۱۲ کسان بیا ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي، چې د بریدګرو یاد برید په شا تمبول شوی دی.

