پاکستان ژمنه ماته کړه ډرون او داعش د کنټرول وړ نهدي، افغان لوری لاهم ډاډمن دی

يوې باوري سرچينې ويلي، چې د ترکيې په مذاکراتو کې پاکستاني لوري لومړۍ هوکړه کړې، خو له بهرنيو اړيکو وروسته له خپلې ژمنې ګرځېدلي او ناسمې څرګندونې يې کړې دي.
د سرچينې په وينا، پاکستاني لوري ويلي چې دوی نه شي کولی پر افغانستان د امريکايي ډرون الوتکو د فعاليت مخه ونيسي او دغه راز دا هم نه شي کولی، چې د داعش په څېر ډلو په بشپړه توګه کنټرول تضمين کړي.
دا په داسې مهال ده، د افغان پلاوي له لوري ورته ډاډ ورکړل شوی چې دوی به هېچاته اجازه ورنه کړي څو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان خاوره وکارول شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6736a

