پاکستان: کرک کې د طالبانو پر مرکز برید، ۱۷ وسله‌وال ووژل شول

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په د خیبرپښتوخوا په کرک ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه مرکز برید کړی او له نښتې وروسته یې ۱۷ وسله وال وژلي دي.

په کرک کې د پولیسو چارواکي شهباز الهي ویلي چې دا عملیات د جمعې په ورځ وشول او زیاته یې کړه چې په نښته کې ۳ پولیس افسران هم ټپیان شول.

الهي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو وژل شوي وسله وال یې خوارج وبلل. دا هغه اصطلاح ده چې پاکستاني چارواکي یې د طالبانو لپاره کاروي.

له دې دوه ورځې مخکې هم پاکستاني امنیتي ځواکونو په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د وسله والو پر یو مرکز برید وکړ چې د دوی په وینا په نتیجه کې یې ۱۳ پاکستاني طالبان د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.
پاکستاني طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6032a
دکمه بازگشت به بالا