پاکستاني پلاوی په ترکیه کې له حده وتلی افغان لوري زغم وکړ، خو بې‌ادبانه چلند یې نړیوال حیران کړل

يوې باوري سرچینې ويلي، د ترکیې د مذاکراتي غونډې پر مهال د پاکستان پلاوي بې‌ادبه او غیرمسوولانه چلند کړی، چې د منځګړیو هېوادونو استازي یې هم حیران کړي دي.

سرچينه زیاتوي، د پاکستاني پلاوي مشر د افغان لوري پر وړاندې سختې او سپکې خبرې کړې او د مذاکراتو فضا یې ګډوډه کړې ده.

د سرچينې په وینا، د قطر او ترکیې استازو د پاکستان د دې چلند له امله ناخوښي ښودلې او ویلي یې دي، افغان پلاوي د زغم او متانت ښه بېلګه وړاندې کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6738a
دکمه بازگشت به بالا