پروان کې سېلابونه: کرنیزې ځمکې او سړکونه ویجاړ شول

د پروان ځایي مسوولین وایي، تېره شپه په یاد ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا سېلابونه د پروان په «سیاه‌ګرد» او «کوه‌صافي» ولسوالیو کې راوتلي چې له امله یې شاوخوا ۲ کیلو متره سړک او ۲۱ کانالونه هم ویجاړ شوي دي.

بلخوا د هواپېژندنې ادارې نن هم په لسو ولایتونو کې د سخت ورښت او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4657a
دکمه بازگشت به بالا