پنجاب د ستر سېلاب په شا وخوا کې: پاکستاني ښارونه د شدیدو اوبو لاندې کېدو له ګواښ سره مخ

د پاکستان هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ۱۲ ساعتونو کې د پنجاب ډېرې سیمې د سترو سېلابونو له خطر سره مخ دي.
په راپورونو کې دا سیمې نارووال، شکرګړ، لاهور، شیخوپوره، ننکانه صاحب، اوکاړه، ساهیوال، ټوبه ټیک سینګ، فیصل آباد، جهنګ، قصور، پاکپتن، وهاړي، سیالکوټ، ډسکه، سمبړیال، ګجرات، کهاریا، ګوجرانواله، حافظ آباد، منډي بهاوالدین، چنیوټ او خانیوال ښودل شوي.
د ویلو ده چې دا له ۱۹۸۸ کال وروسته په پنجاب کې تر ټولو زورور سېلابونه بلل کېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5020a