پنجاب: د سختو ورښتونو له امله څلور تنه مړه او ۲۸ نور ټپيان دي

د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا مرګژوبله د استوګنې د کورونو د نړېدو له امله رامنځته شوي دي. د ژغورنې ډلې تر اوسه ۱۱۲۲ کسان له خطرناکو سیمو ژغورلي دي.
د پنجاب د پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ملتان ښار کې د ورښت اندازه ۱۱۳ مليمتره ښودل شوی چې ډېره لوړه کچه ګڼل کېږي.
د چارواکو په وینا، په ایالت کې د نورو ورښتونو امکان هم شته او له همدې امله په ملتان کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6334a