پنجشېر: ۳ زره ۷۰۳ قیراط زمرد د ۲۸ زره ۵۰۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شو

د پنجشېر مسوولینو په یاد ولایت کې د ۳ زره ۷۰۳ قیراط زمرد د پلور خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د والي ویاند، سیف الدین لټون ویلي چې د ۲۸ زره ۵۰۰ ډالرو په ارزښت دا زمرد تازه د یاد ولایت له کانونو ایستل شوي وو، او د یوې کمېټې تر څارنې لاندې پلورل شوي وو.
تر دې مخکې هم د پنجشېر ولایت زرګونه قیراط زمرد پلورل شوي وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5662a