پنجوايي کې د هوايي ځواک تمرینات دفاع وزارت وايي خلک دې اندېښنه نه کوي

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند نذیر احمد شکیب خبر ورکړی، چې د هېواد هوايي ځواک نن د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د چورلکو او الوتکو په وسیله تمرینات کوي.
ښاغلي شکیب د یوې خبرتیا په خپرولو سره ډاډ ورکړی، چې د یادو تمریناتو له امله دې د سیمې اوسېدونکي اندېښنه نه کوي.
د ویاند په وینا، دا تمرینات د هوايي ځواکونو د عملي وړتیا د پیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1269s

