په امريکا کې مرګونې پېښه؛ شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د امريکا د رودايلنډ ايالت په پاوتاکت ښار کې د «هاکي» سياليو پرمهال وسلهوال بريد شوی، چې له امله د بريدګر په ګډون درې تنه پکې وژل شوي او درې نور سخت ټپيان دي.
اسوشېټيډ پرېس د امریکا د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې دا پېښه د «ډېنیس اېم. لینچ» په ورزشي لوبغالي کې شوې ده.
د پاوتاکت د پولیسو مشرې ټینا ګونکالوس خبریالانو ته ویلي، شکمن کس تر ډزو وروسته ځان وژنه کړې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د هغې په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د ويلو ده، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په همدې ايالت کې يوه کس په وسلهوال بريد کې دوه تنه وژلي او نهه نور يې ټپيان کړي وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q545q

