په اوټاوا کې د حجاب پر اغوستونکې ښځې برید؛ صدراعظم یې په کلکه وغندله

د کاناډا صدراعظم مارک کارني د اوټاوا په یوه بس کې پر یوې مسلمانې ښځې برید چې د دوشنبې په ورځ ترسره شوې، «د شرم وړ» وباله او په کلکه یې وغانده.
د او، سي ټرانسپورت (OC Transpo) د مسوولینو په وینا، د ځانګړو پولیس افسرانو او اوټاوا پولیسو ته د دوشنبې په ورځ د مازدیګر تر پنځو بجو لږ مخکې د مارچ او ټیرون سړکونو (March Road and Teron Road) ترمنځ د یوې پېښې راپور ورکړل شو، چې په کې یو سړي پر یوې د حجاب اغوستونکې ښځې فزیکي برید کړی و.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a480s