په بادغیس کې د قاتل پر ضد د قصاص حکم تطبیق شو د سترې محکمې درې ګونو محاکمو پرېکړه اجرا شوه

د بادغیس ولایت په مرکز ورزشي سټدیوم کې نن پر يوه قاتل د الله (ج) حکم (قصاص) تطبیق شوی دی.
ستره محکمه وايي، دغه کس دوه تنه د ټوپک په وسیله په قتل رسولي وو او د سترې محکمې اړوند درې ګونو محاکمو (ابتدایي، مرافعې او تميز) لخوا په دقیق او مکرر ډول څېړل شوی، چې په پایله کې پر قاتل د قصاص حکم صادر او تائید شوی دی.
په دې مراسمو کې د بادغیس د مرافعه محکمې رئیس شيخ عبدالخالق امدادالحق، د هرات د مرافعه محکمې رئیس مولوي علي ګل حمیدي، د بادغیس د ښاري ابتدایي محکمې رئیس مولوي محمد نعیم عدیم، علماوو، سپینږېرو او ګڼو عامو هېوادوالو ګډون کړی وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6697a