په دایکنډي کې د بخارۍ د دود له امله څلور تنکي ځوانان مړه شول

د دایکنډي مسوولین وایي چې د یاد ولایت په نیلي ښار کې څلور تنکي ځوانان په بخارۍ کې د ډبرو سکرو د دود له امله مړه شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو او د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي په موخه نیلي ښار ته تللي وو.

د سرچينې په وینا چې پېښه د بخارۍ د لولې بند ساتلو له امله شوې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w226w
دکمه بازگشت به بالا