په علمي پرمختګ کې د څېړنې پر بنسټ ټینګار

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال مولوي امیر جان ثاقب ویلي، افغانستان د طبیعي، بشري او اسلامي علومو پراختیا ته جدي اړتیا لري او د علمي پرمختګ لپاره څېړنه او تحقیق اساسي رول لري.
نوموړي د «څېړنې مېتودونه او اړتیا» تر عنوان لاندې په یوه علمي کنفرانس کې څرګنده کړه چې لوړې زده‌کړې د هېواد د پرمختګ ملا تیر جوړوي او د ټولنې د علمي او فکري ودې بنسټ ګڼل کېږي.
مولوي امیر جان ثاقب ټینګار وکړ، علم هغه مهال پیاوړی کېږي چې پر منظم تحقیق، عملي تجربو او علمي څېړنو ولاړ وي او تعلیمي بنسټونه باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه ښوونکو ته وویل، د زده‌کړیالانو د پوهاوي د لوړولو لپاره یوازې نظري تدریس بسنه نه کوي، بلکې علمي مطالب باید په عملي بڼه، ساده ژبه او د زده‌کړیالانو د درک له کچې سره سم وړاندې شي، څو د زده‌کړې بهیر اغېزمن او پایدار شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w125w
دکمه بازگشت به بالا