په غور کې لسګونو ښوونځیو او دیني مدرسو ته ودانۍ جوړې شوې

د غور د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال په یاد ولایت کې ۲۷ ښوونځیو او دیني مدرسو ته ودانۍ جوړې شوي دي.
د ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو ودانیو کې ۱۹ د ښوونځیو او درې د دیني مدرسو ودانۍ شاملې دي. سرچینه زیاتوي، چې د دوو نورو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې روانې دي او تر اوسه ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې سلګونه ښوونځي او دیني مدرسې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. د اسلامي امارت پوهنې وزارت ویلي، چې راتلونکی کال به هم په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره ودانۍ جوړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.
بلخوا، د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د دغو پروژو د پلې‌کېدو هرکلی کړی او دا یې د مناسب درسي چاپېریال رامنځته کولو لپاره مهمې بللي دي.
د چارواکو په وینا، دا ودانۍ نه یوازې د زده‌کړې کچه لوړه کوي، بلکې د زده‌کوونکو لپاره خوندي او معیاري چاپېریال برابروي، چې د ښوونې او روزنې کیفیت په پرمختګ کې مهم رول لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q708q
دکمه بازگشت به بالا