په مینیسوټا کې پر الهان عمر د ولسي غونډې پر مهال د بد بوی موادو برید، بریدګر ونیول شو

د امریکا په مینیسوټا کې د ولسي غونډې پر مهال یو کس د کانګرس غړې، الهان عمر پر لور بد بوي لرونکې مواد شیندلي دي.
سي ان ان ویلي، دغه کړنه تر هغې وروسته وشوه چې الهان د کورني امنیت له وزیرې، کرېسټي نووام د استعفا او آیس ځواکونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
بریدګر د امنیتي ځواکونو لهخوا ونیول شو او الهن عمر تر لنډې وقفې وروسته خپلې وینا ته دوام ورکړ.
آیس د امریکا هغه ځواکونه دي چې د کډوالو د را ایستلو په موخه یې په بیلابېلو ښارونو کې پلټنې پیل کړې دي او خلک یې له بد چلنده شکایتونه کوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/f115f

