په هلمند کې: د ۴۷ ټنه ناقانونه توکو د لېږد پر مهال ۵۰ کسان ونیول شول

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هلمند ولایت په ګرمسېر او بهرامچې ولسوالیو کې د ۴۷ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو د غیرقانوني واردېدو مخه نیول شوې ده.
د دغه ولایت مسوولینو ویلي چې دا غیرقانوني واردات د هلمند ولایت فرعي ګمرکاتو ریاست د اړونده نمایندګیو ګرځنده ټیمونو له لوري پېژندل شوي او مخه یې نیول شوې ده.
سرچینې لیکلي چې دا توکي په ۲۴ باروړونکو موټرو کې بار وو او په تړاو یې ۵۰ کسان نیول شوي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6235a