په ډېره اسماعیل خان کې د واده په مراسمو چاودنه لږ تر لږه ۵ وژلي

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د واده مراسمو پر مهال په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، په دې برید کې د «امن کمېټې» مشر وحیدالله چې د جګري مسید په نوم هم پېژندل کېده، وژل شوی دی.

ویل کېږي چې جګري مسید پخوا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړی پاتې شوی و او د دې ډلې د پخواني مشر حکیم‌الله مسید له نږدې ملګرو څخه شمېرل کېده، خو وروسته یې د پاکستان حکومت ته تسلیمۍ ورکړې وه.

واده د یوه ځايي ټیکه‌دار د وراره و او مېلمانه د واده په مراسمو کې پر نڅا او اتڼ بوخت وو، چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه.

دکمه بازگشت به بالا