په کندهار کې اسلامي امارت ځانګړې ناسته؛ د امریکا د بګرام بیا نیولو غوښتنه تر بحث لاندې

باوري سرچینې وايي چې د اسلامي امارت مشرتابه د امریکا د بګرام پوځي اډې د بیرته اخیستلو غوښتنه تر بحث لاندې نیسي او په همدې موخه د کندهار په ښار کې یوه ځانګړې ناسته ترسره کېږي.

د سرېع خبري آژانس د راپور له مخې، سرچینو څرګنده کړې چې هبت‌الله اخندزاده، د اسلامي امارت مشر، د کابینې یو شمېر لوړپوړي چارواکي دې ناستې ته رابللي دي. ټاکل شوې دا ناسته په راتلونکو ورځو کې ترسره شي، چې په کې به د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني هم ګډون ولري.

سرچینې زیاتوي، اخندزاده تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وړاندیز سره تړلې موضوع په جلا کتنو کې له دغو چارواکو سره شریکه کړې وه، خو اوس یې پرېکړه کړې چې موضوع د کابینې په کچه مطرح کړي.

په ورته مهال، ذبیح‌الله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند، د «العربیه» تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د امریکا لپاره د بګرام د پوځي اډې د سپارلو ادعا رد کړه او د ټرمپ وروستۍ څرګندونې یې بې‌اساس بللې دي. نوموړي څرګنده کړه چې د کابل او واشنګټن وروستۍ خبرې یوازې د بندیانو د خوشې کولو او اقتصادي مسایلو په اړه وې، او هېڅ ډول هوکړه د بګرام په تړاو نه ده شوې.

مجاهد په عین حال کې د ټرمپ د ګواښونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې که واشنګټن هر ډول دښمنانه اقدام وکړي، له سخت غبرګون سره به مخامخ شي. هغه زیاته کړه: «تر دې وړاندې مو فکر کاوه چې ټرمپ دغه خبرې یوازې د انتخاباتي سیالیو لپاره کاروي، خو د هغه د وروستیو ټینګارونو له مخې ښکاري چې دا موضوع د امریکا د ملي تګلارې برخه ګرځېدلې او د اندېښنې وړ ده.»

شنونکي باور لري چې د ټرمپ اداره د جیوپولیټیکو ارزونو پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلې چې د بګرام پوځي اډې بیا نیول د چین، روسیې او ایران پر وړاندې د فشار وسیله ګڼي.

یاده دې وي چې ډونالډ ټرمپ له بیا د واک ته رسېدو وروسته څو ځله د بګرام د بیرته اخیستلو غوښتنه کړې او په تازه څرګندونو کې یې پر دې غوښتنه درې ځلې پر له پسې ټینګار کړی دی. هغه ګواښ کړی چې که د امریکا دغه غوښتنه ونه منل شي، افغانستان به له جدي پایلو سره مخ شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5969a
دکمه بازگشت به بالا