پوتین د اروپا سره جګړه به منځګړیتوب له منځه یوسي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپا او مسکو تر منځ د احتمالي پوځي نښتې په اړه تازه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې دا ډول جګړه به په اروپا کې د منځګړیتوب هېڅ فرصت پرې نه ږدي.

پوتين تېره ورځ د خبريالانو پوښتونو ته په غبرګون کې وويل: ” که اروپا جګړه پیل کړي، پایله به یې دومره چټکه او پراخه وي چې روسیه به حتی د خبرو لپاره منځګړی هم پیدا نه کړي.”

نوموړي ټینګار کړی چې مسکو له اروپا سره د جګړې غوښتونکی نه دی، خو که نښته رامنځته شي، د احتمالي جګړې بڼه به بدله وي.

دا خبرې په داسې مهال کېږي چې پر اوکراين د روسیې يرغل نږدې څلور کاله پوره کېږي، او کې‌‌یف وايي جګړه د اروپايي او لوېدیځو متحدینو په ملاتړ دوام لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w423e
دکمه بازگشت به بالا