پوتین که کییف سوله ونه غواړي، روسیه به خپل اهداف په زور پوره کړي

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین پرون (شنبه، دسمبر ۲۷مه) خبرداری ورکړی چې که کيیف سولهییز حل ته لیوالتیا ونه ښيي، نو مسکو به د «ځانګړو پوځي عملیاتو» ټول اهداف په زور سره ترلاسه کړي.
پوتین وویل: “موږ ګورو چې د کيیف مشران د جګړې په سولهییز ډول پای ته رسولو لپاره بیړه نه لري، او که خبرې اترې ناکامې شي، روسیه به په نظامي توګه خپل اهداف تعقیب کړي.
رویټرز راپور ورکړی چې دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا او اوکراین د سولې د ۲۰ مادو په اړه خبرې اترې روانې دي، ټاکل شوې ده چې زیلینسکي نن (یکشنبه، د دسمبر ۲۸) په فلوریډا کې له ټرمپ سره وګوري.
پوتین مخکې د دسمبر په ۱۷مه خبرداری ورکړی و چې که بل اړخ او د هغه بهرني ملاتړي په اساسي خبرو اترو کې برخه وانخلي نو روسیه به خپلې تاریخي سیمې په پوځي لارو آزادې کړي.
د پوتین خبرداری په کيیف باندې د روسیې له درنو بریدونو وروسته راغی، او پوتین ټینګار کړی چې روسیې په محاذ کې ستراتیژیک نوښت ساتلی دی.
بلخوا د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي دا بریدونه «د سولې هڅو ته د روسیې غبرګون» بللی او ټینګار یې کړی چې دوی د سولې لپاره د پوتین نه لیوالتیا ښيي.
کارپوهان په دې باور دي چې دا څرګندونې کولی شي خبرې اترې پیچلې کړي، مګر ټرمپ د دې اوونۍ لپاره ټاکل شوي خبرو اترو کې د پرمختګ هیله لري.

