پولنډ: څلور روسي ډرونونه نسکور شول؛ د ناټو تړون له مخې بېړنۍ خبرې غوښتل شوې

د پولنډ لومړي وزیر ډونلد ټسک، ویلي چې لږ تر لږه څلور روسي ډرونونه د پولنډ او ناټو هوايي ځواک د پیلوټانو لخوا نسکور شوي. پولنډ وايي د شپې پر اوکرایین د بریدونو پر مهال د پولنډ فضايي حریم څو ځله نقض شوی. 

 ښاغلي ټسک وویل چې پولنډ د ناټو د تړون د څلورمې مادې له مخې د بېړنیو خبرو غوښتنه یې کړې. د پولنډ ولسمشر کارول ناوروتسکي وویل، دا د هغه هېواد او د ناټو تړون په تاریخ کې  یوه بې‌سارې شېبه ده.

په پولنډ کې یوه لوړپوړي روسي دیپلومات ویلي چې وارسا دا ثبوت نه دی وړاندې کړی چې ډرونونه دې روسيې سره تړاو ولري. ګاونډي کې یې بیلاروس ویلي چې ډرونونه له خپلې هوايي کرښې اوښتي، ځکه چې د اوکرایین ځواکونو یې د مخنیوي او ګډوډولو هڅه کوله.

دکمه بازگشت به بالا