پکتیا د یوې کلنې کورنۍ دښمنۍ ته د روغې جوړې ټکى کېښودل شو

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي چې په پکتیا ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پایته رسول شوې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې دښمنۍ له امله ګڼ اختلافات رامنځته شوي وو او د اسلامي امارت د مشرانو او مسوولینو له لوري حل شوې ده.

سرچینې لیکلي: “له روغې جوړې ورورسته ښکېلو کورنيو يو بل ته د بښنې ترڅنګ د خوښي غاړې ورکړې او ژمنه يې کړې چې په راتلونکي کې به تاوترېخوالی نه سره کوي.”

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د لسګونو کلونو زړې دښمنۍ پایته رسول شوې او ډېرې یې په دوستۍ بدلې شوې دي.

بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې د خپلمنځیو دښمنیو د حل لپاره هڅې پیل شوې او تر دې دمه لسګونه دښمنۍ پایته رسول شوې دي.

د ویلو ده چې په هېواد کې د دغو دښمنیو ستر لاملونه د میراث مسایل، د ښځو پر سر رامنځته‌شوي اختلافات، ناسم پوهاوی او ګڼې نورې ستونزې بلل کېږي.

په ورته مهال یو شمېر هېوادوالو د اسلامي امارت له لوري د خپلمنځیو شخړو له حل‌ کېدو هرکلی کړی او په ټول هېواد کې یې د دې لړۍ د دوام غوښتنه کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2183e
دکمه بازگشت به بالا