پکتیکا: د بار وړونکو وسایطو وزن کنټرول لپاره د تلې د نصب چارې پيل شوې

ټولګټو وزارت وایي چې د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند «بند سردې» سیمه کې د پنځه میلیون افغانیو په لګښت کې د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه د یوې تلې د نصب چارې پيل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د یادې تلې لپاره د یوې پوړیزې ودانۍ، د اوبو او لمریزې بريښنا سیستم هم په نظر کې نیول شوي، او په جوړېدو سره به یې د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو وزن کنټرول او د آسفالټي سړک د ویجاړېدو مخه به ونیول شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5193a