پکتیکا: دیني مدارسو ته ۴۰.۲ میلیونه افغانۍ مرستې او ملاتړ ورکړل شو

د پکتیکا ولایت پوهنې رياست وايي، چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د دیني زده کړو د پیاوړتیا او دیني بنسټونو د ملاتړ په موخه له دیني مدارسو سره د سیمهییزو خلکو، تجارانو او خیریه بنسټونو له لوري د ۱۴۰۴ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د ۴۰.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې شوي دي.
یاد رياست ويلي، دغه مرستې د دیني مدارسو د ودانیو، ترمیم، قرطاسیه، اطاقونو جوړولو، خوراکي توکو او نورو اړینو برخو کې ترسره شوې دي.
د پکتیکا پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وايي: «دیني مدارس زموږ د ټولنې د عقیدې، اخلاقو او معنوي تربیې بنسټونه دي او دا مرستې د خلکو دیني احساس او ژمنتیا ښيي، موږ ډاډ ورکوو چې شوې مرستې په عادلانه ډول مصرف شوې.»
پوهنې ریاست په يادو مرستو خوښي څرګنده کړې او له نورو خیریه بنسټونو او سوداګرو هم غوښتنه کوې چې په دا ډول خیریه کارونوکې خپلې مرستې ونه سپموي.