پکتیکا: له هټیو څخه ضبط شوي تر وخت تېره مالګه او درمل به وسوځول شي

د پکتیکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ رياست وايي، چې د مستهلکينو د ملاتړ کمیسیون استازو د دغه ولايت يوسف خېل ولسوالۍ بازار له پلورنځیو څخه شااوخوا دوه ټنه تر وخت تېر خوراکي او غېرې خوراکي توکي او درمل راټول کړي دي.
ياد رياست ويلي، چې راټول شوي تر وخت تېر توکي او درمل د یوسف خېل ولسوالۍ د ښاروالۍ په ډیپو کې مهر او لاک شول چې د کميسيون استازو په شتون کې به وسوځول شي.
د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس ملا ښادي خان حسین حیدري ویلي: «هغه مالګې چې په لیبل یې څرګند ډول «غیر خوراکي» لیکل شوي وې، د پلورنځیو له لوري د خوراک لپاره وړاندې کېدې چې ټولې ضبط شوې دي.»
نوموړي زیاته کړې: «یادې مالګې یوازې د زراعت لپاره د استفادې وړ وې خو هټیوالو یې د خوراک لپاره خرڅولې.»
د صنعت او سوداګرۍ رئیس ويلي، موږ ټولو هټیوالو ته سپارښتنه کوو چې له دې وروسته دې د دغه ډول غیرې خوراکي مالګو له پلور څخه ډډه وکړي.