پکتیکا: په وازیخوا ولسوالي کې د ۱۷ کیلو مترو کلیوالي سړک جوړونه؛ د خلکو د ترانسپورت ستونزې اسانه شوې

د پکتیکا ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست وايي، چې د دغه ولایت په وازیخوا ولسوالي کې د ۸ ميليونه او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۷ کیلو مترو په اوږدوالي کلیوالي سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ياد رياست ويلي، دا سړک چې د دوه پلچکونو او پنځه د سنګ فرش چارې یې هم بشپړې شوي په جوړېدو سره يې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a459s