پکتیکا: ۸۰ سوالګرو کورنیو ته د اسد میاشتې نغدي مرسته ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت سرې مياشتې رياست وايي، چې دغه ولايت کې يې د ۸۰ تنو سوالګرو کورنيو ته د اسد مياشتې ۳۷۴ زره افغانۍ نغدي مرسته بانکي حسابونو ته حواله کړې ده.
یاد رياست ویلي، دغه سوالګر د پکتیکا ولایت اړوند د سوالګري مخنیوي کمیسون سره په همغږۍ له مرکز ښرنې او ځینو ولسوالیو راټول شوي، چې له ثبت او بایومتریک پروسې وروسته د مرستې لپاره مستحق پیژندل شوي وو.
د سرې مياشتې رياست ورته د میاشتنۍ مرستې په موخه تر بانکي اکاونټونو جوړولو وروسته ۶۲ کورنیو هرې کورنۍ ته ۵۰۰۰ افغانۍ، ۱۴ کورنیو هرې کورنۍ ته ۴۰۰۰ او ۴ کورنیو هرې کورنۍ ته ۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړې ده.
د پکتیکا ولایت سرې مياشتې رياست وايي، د دوی دا ډول مرستې به له دې وروسته هم هم دوام ولري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4848a