پیټ هیګسټ نړۍ د جګړې د پیل په درشل کې ده، امریکا باید چمتووالی ونیسي

د امریکا دفاع وزیر «پیټ هیګسټ» د واشنګټن په یو پوهنتون کې د وینا پرمهال د نړۍ اوسنی وضعیت خورا خطرناک او په ۱۹۳۹ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې له پیل سره ورته بللی دی.
هیګسټ ویلي: “موږ په داسې یوه شیبه کې یو، لکه ۱۹۳۹ یا ښايي ۱۹۸۱ کال، د بیړني حالت او ګواښ یوه شیبه ده. دښمنان راټولیږي او ګواښونه مخ په زیاتیدو دي. زه یې احساسوم او تاسو هم احساس کوئ.”
د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی چې که متحده ایالات غواړي له جګړې څخه ډډه وکړي، نو باید اوس چمتووالی ونیسي. هغه که څه هم د کوم هیواد نوم نه دی اخیستی، خو خبرداری یې ورکړی چې د امریکا سیالان بېکاره نه دي ناست.
هغه د اټومي وسلو د مخنیوي اهمیت ته په اشارې د ډونالډ ټرمپ د اټومي ازموینې د بیا پیل له پریکړې ملاتړ کړی، او په وینا یې چې دا د اټومي وسلو د اغیزمنتوب ډاډمنولو او د جګړې مخنیوي لپاره اړین دي.
هیګسټ له «آسهآن سرمنشي» سره د کتنې په ترڅ کې دا هم ویلي: “د باور وړ اټومي وسلو د مخنیوي درلودل زموږ د ملي امنیت بنسټ دی.”
امریکا له ۱۹۹۲ کال راهیسې تر ځمکې لاندې اټومي ازموینې بندې کړې وې، خو اوس یې د امنیت د ښهکولو لپاره د «مسؤلانه» لارې په توګه دې ازموینو ته بیرته راستنیدل یاد کړي دي.

