چین د مادورو نیول «ویرونکی» اقدام دی، د امریکا عمل د نړیوالو اصولو سرغړونه ده

د چین بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د وینزویلا د ولسمشر نیکلاس مادورو د نیول کېدو اقدام «ويرونکی» بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې بیجینګ د امریکا له‌خوا پر یو خپلواک هېواد تيری او د مادورو نيو په ژوره توګه غندي.

په همدې حال کې، د وینزویلا د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنې او د کلمبیا، چین او روسیه په ملاتړ، د د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ ناسته د امریکا له‌خوا پر کاراکس د پوځي برید د ارزونې په موخه رابلل شوې ده. د راپورونو له مخې، دغه ناسته به سبا (دوشنبه) ترسره شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د امریکا دغه ډول «هېژمونیک اقدامات» د نړیوالو قوانینو او د وینزویلا له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د لاتینې امریکا او کارائیب سیمې سوله او امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي.

چین له واشنګټنه غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته درناوی وکړي او د هېوادونو د حاکمیت له نقض څخه لاس واخلي.

له بلې خوا، د وینزویلا د سترې محکمې اساسي قانوني څانګې په یوه حکم کې د دغه هېواد د ولسمشر مرستیاله دلسی رودريګز د لنډمهالې ولسمشرې په توګه د واک د پرمخ بیولو لپاره ټاکلې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h439h
دکمه بازگشت به بالا