ډاکټر نور صبا: دلته د ۱۰۰ ناروغانو تر نيمايي ډېر يې ښځې دي

د جلال اباد سپین غر طبي مرکز یوې ډاکټر ویلي چې د سلو ناروغانو تر نیمایي ډېر یې چې له یکشنبې راپدېخوا دلته داخل شوي دي ښځې دي. ډاکتر نور صبا وویل سه‌شنبې ۱۵ نور ناروغان هم راوړل شوي چې ډېری یې سخت ټپیان دي.

هغې وویل “ځینو سربېرن ټپونه درلودل، د نورو د ملا تیرونه یا د بدن نورې برخې ټپي شوې وې. اوه یا اته یې جراحۍ ته اړتیا لرله. د یوه یې پښه ماته شوې وه، د بل یې ملا ماته وه.”

افغانستان کې وروستۍ داسې مهال وشوه چې دغه هېواد له سختې وچکالۍ او د هغې له اغېزو سره لاس او ګرېوان دی او ملګرو ملتونو دا وضعیت”د بې ساري کړاو نښه” بللې. سږ کال افغانستان د نړیوالو مرستو له خوارا ډېر کمښت سره هم مخامخ دی، په تېره د امریکا مرستې پرې ډېرې کمې شوې دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي وویل، د بریتانیا مرستې به “د مجربو شریکانو له لارې” د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق (UNFPA) او د نړیوال سره صلیب له لارې ورکول کېږي.

د هند یو بهرنیو چارو وزیر وویل، هند زر خیمې کابل ته رسولې دي او همدارنګه له کابله کونړ ولایت ته د ۱۵ ټنه خوراکي توکو د لېږدولو مرسته هم کوي. چین او سویس هم د ملاتړ ژمنه کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a721s
دکمه بازگشت به بالا