ډونالډ ټرمپ راتلونکې میاشت چین ته سفر کوي

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ راتلونکې زېږدیزه میاشت کې چین ته سفر کوي.
راپور کې راغلي چې ټرمپ به د دې سفر پر مهال د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د سوداګریز اوربند د غځېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعرفو د زیاتوالي د مخنیوي په تړاو خبرې وکړي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سفر د مارچ له ۳۱مې څخه د اپریل تر ۲مې نېټې پورې ترسره شي.
دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د امریکا سترې محکمې پر وارداتي توکو د ټرمپ پراخه تعرفې غیرې قانوني اعلان کړې.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q676q
دکمه بازگشت به بالا