ډونلډ ټرمپ: د غزې د سولې پلان نهایي کولو ته چمتو یم، منځني ختیځ کې فرصت شته

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، هر څوک د غزې لپاره د وړانديز شوي پلان هوکړې کولو لپاره چمتو دي.

نوموړی هيله لري چې د دوشنبې په ورځ به د اسرائیلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره د لیدنې پر مهال دا پلان وروستی کړي.

له رويټرز خبري اژانس سره په ټليفوني مرکه کې ولسمشر ټرمپ زياته کړې چې له اسرائیلو او عرب مشرانو یې د دې وړانديز په اړه مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې دا وړانديز يوازې د غزې په اړه نه، بلکې په منځني ختيځ کې د پراخې سولې د ترلاسه کولو په اړه دی.

ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروت يوه پوست کې زياته کړې، “موږ په منځني ختيځ کې د سترو کارونو ترسره کولو لپاره ريښتينی فرصت لرو. ټول د يوه ځانکړي کار لپاره چمتو دي. دا لومړي ځل دی. موږ به دا کار ترسره کړو.”

ډونلډ ټرمپ د خپل دې پوسټ په اړه ډېر جزيات نه دي ورکړي.
امریکایي چارواکو ویلي چې ټرمپ به د دوشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د اسرائیلو له لومړي وزير نتنياهو سره وګري چې د دې هوکړې لپاره نقشه برابره کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6080a
دکمه بازگشت به بالا