ډیلاور د ټرانسپورټ ودانۍ کې ډزو یو پولیس افسر وواژه، بریدګر هم وژل شوی
د امریکا د ډېلاور ایالت په وېلمنګټن ښار د ټرانسپورټ وزارت په ودانۍ کې د ډزو په یوې پېښه کې یو پولیس افسر وژل شوی دی.
چارواکي وايي، په دې پېښه کې بریدګر هم خپل ژوند له لاسته ورکړی، خو د هغه د هویت په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
د ډېلاور ایالت پولیس د ټولنیزې شبکې اېکس پر پاڼه لیکلي: “موږ يې منو چې په دې پېښه کې یو پولیس افسر وژل شوی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.”
پولیسو په لومړیو کې ویلي وو چې د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی، خو وروسته د متیو مایر له لوري اعلان وشو چې بریدګر د پېښې پر مهال وژل شوی دی.
چارواکي زیاتوي چې د پېښې د لاملونو او نورو جزیاتو په اړه څېړنې دوام لري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2315e

