کابل او فراه کې د نشهيي توکو پر ضد عملیات؛ زرګونه ټابلیټونه او فابریکه له منځه وړل شوې

د ا.ا کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار څلورمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحیو اړوندو سیمو کې ۳۸ زره ۲۰۰ ټابلېټکا او ۲۳ کیلو ګرامه چرس نیول شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په دې تړاو اته کسان هم نیولي او څېړنې ترې پيل شوې دي.
د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت په یوه بله خبرتیا کې ویلي چې د فراه ولایت په «بکواه» ولسوالۍ کې د نشهيي توکو تولیدځای کشف او پکې لسګونه بېلابېل نشهيي توکي له منځه وړل شوي دي.
د سرچینې په وینا چې دا فابریکه د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري کشف شوې او وروسته پکې ۲۳ کيلوګرامه ژېړ پوډر، ۱۹ کيلوګرامه تور پوډر او ۸۰ لېتره تیزاب سوځول شوي دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د نشهيي توکو لسګونه تولیدځایونه له منځه وړل شوي دي.
د یادولو ده چې په دې موده کې د درملنې په موخه په نشهيي توکو روږدي سلګونه زره روږدي هم راټول شوي چې ډېر یې له رغېدو وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

