کابل: ترکمنستان له زلزله ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې له لوی رییس مولوي احمدالله وثیق سره د کتنې پرمهال په ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې.
دغه راز په دې کتنه کې خواجه عوضوف د افغانستان له زلزله ځپلو سره د ترکمنستان پر مرستې ټينګار کړی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5224a

