کابل: د برېښنا ثبات او پانګونې په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو

کابل نن شنبه او سبا یکشنبه د برېښنا د ثبات، پرمختګ، د پانګونې فرصتونو معرفي او د سیمه‌ییزې همکارۍ په موخه د نړیوال کنفرانس کوربه دی.
د افغانستان د برېښنا شرکت د مسوولينو په حواله، په دې دوه ورځني کنفرانس کې د ۲۲ هېوادونو استازي، د نړيوالو بنسټونو غړي، ملي او نړیوال پانګوال، د دولتي ادارو استازي او د خصوصي سکټور فعالان ګډون کوي.
دغه نړیواله ناسته په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې اسلامي امارت د برېښنا انرژۍ په برخه کې د ځان‌بسیا کولو عملي هڅې پیل کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a747s
دکمه بازگشت به بالا