کابل د درملو بیې لوړې شوي، عامې روغتیا دوه درملتونونه وتړل

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د کابل ولایت په بهارستان سیمه کې د درملو عمده پلورنځیو او درملتونونو د نظارت په جریان کې دوه درملتونونه د روغتیایي قوانینو د سرغړونې او د درملو د لوړې بیې د پلور له امله تړل شوي دي.
د وزارت مسوولینو ویلي، چې د پاکستان څخه د درملو د وارداتو د منع اعلان وروسته، په ځینو درملتونونو او عمده پلورنځیو کې د درملو بیې په غیر قانوني توګه لوړې شوې او ځینې پلورونکي یې د احتکار اقدام کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت سرچینو څرګنده کړې، چې د څارنې او پلټنې ټیمونه په سیمه کې د درملو د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره په فعال ډول کار پیل کړی دی، ترڅو د خلکو روغتیا ته د درملو د لاسرسي او د منصفانه بیو د تضمین ډاډ ترلاسه شي.
وزارت ټینګار کړی چې د درملو د بازار څارنه به دوام ولري او ټول هغه پلورنځي او درملتونونه چې د قوانینو سرغړونه وکړي، د قانون په رڼا کې به پرې اقدام وشي.

