کابل د زلزلې له امله د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي، څو ولایتونه بې‌برېښنا شوي

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د تېرې شپې د زلزلې له امله د ازبيکستان وارداتي برېښنا مزي په دوو برخو کې پرې شوي دي، چې له امله یې د کابل په ګډون څو ولايتونه له برېښنا بې‌برخې شوي دي.

د ياد رياست په خبرپاڼه کې راغلي، د نايب‌آباد او سمنګان ترمنځ او همدارنګه د خُلم او پلخمري ترمنځ مزي پرې شوي، چې له امله يې د بغلان، پروان، پنجشېر، کاپيسا، لوګر، پکتيا، غزني او ميدان وردګ ولايتونه د وارداتي برېښنا له خدمت څخه محروم شوي دي.

همدارنګه، د تاجيکستان وارداتي برېښنا مزی هم تر کندوز پورې پرې شوی، چې له امله يې د شمال ختيځ ولايتونه له برېښنا بې‌برخې دي.

د برېښنا شرکت وايي، تخنيکي ټيمونه په بېړنۍ توګه د دواړو مسيرونو د بيا نښلولو لپاره هڅې پيل کړې او له خلکو يې غوښتي چې له زغم کار واخلي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A1286S
دکمه بازگشت به بالا