کابل د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ په مناسبت غونډه ترسره شوه

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په کابل کې د خپلې ځانګړې اوونۍ د نمانځنې په مناسبت یوه غونډه ترسره کړه.

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي، چې د اوږدو جګړو او طبیعي پېښو له امله افغان ملت له درنو زیانونو سره مخ شوی او په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې برخه بیارغونې ته اړتیا لري.

ښاغلي حنفي زياته کړې، چې هېواد ته د درې میلیونه افغان کډوالو راستنېدل او د دې مديريت، بشري مرستو ته لا اړتيا لري او له نړیوالو ادارو، سوداګرو او شتمنو کسانو یې غوښتي، چې د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي.

په ورته مهال، په افغانستان کې د نړیوال سرې مياشتې د عملیاتي چارو رئيس چارلي سبګان ويلي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه تل د خپلو اووه ګونو بنسټیزو اصولو پر بنسټ د زیانمنو افغانانو مرسته کړې ده او دغه همکارۍ به دوام ولري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6685a
دکمه بازگشت به بالا