کابل رابعه بلخي روغتون کې ۱۶ زره جراحي عملیات ترسره شوي

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې کابل رابعه بلخي روغتون کې ۱۶ زره او ۵۴۰ بریالي جراحي عملیات ترسره شوي دي.
د معلوماتو له مخې، له دې شمېر څخه ۵۹۰۰ ستر او ۱۰۶۴۰ کوچني عملیات د مجربو متخصصو ډاکټرانو له لوري د روغتیايي معیارونو په رعایت ترسره شوي دي.
وزارت وايي، دغه شمېر د روغتون تخنیکي او تخصصي ظرفیت ښيي، او په همدې موده کې ۴۲ زره او ۹۳۲ ناروغانو ته د داخل بستر او ۱۲۹ زره او ۷۱۵ مراجعینو ته د خارج بستر خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

