کابل ـ اسلاماباد: مولوي عبدالکبیر د کډوالو پر ناوړه چلند نیوکه وکړه او د خبرو غوښتنه یې وکړه

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره د کابل او اسلام اباد اړیکو کې پر شته ستونزو خبرې کړې دي.
د کډوالو وزارت د خبرپاڼې لمخې، پاکستاني پلاوي د افغانستان او پاکستان د علماو نږدې اړیکې اړینې بللي او زیاته کړې یې ده چې دوه اړخیزو اړیکو کې د شته خنډونو د له منځه وړلو لپاره باید خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.
مولوي عبدالکبیر پاکستاني پلاوي ته ویلي: «د افغان ولس د جهاد له برکته په سیمه کې ثبات رامنځته شوی دی.»
نوموړي پاکستان کې افغان کډوالو سره ناسم چلن او د دوی پر وړاندې پوځي اقدامات د اندېښنې وړ بللي ټینګار یې کړی چې باید تکرار نشي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6212a