کابل له هند سره د افغانستان صادرات ۳۷۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تېرو اوو مياشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د راکړې‌ــ‌ورکړې کچه تر ۵۲۵ ميليونه ډالرو ته له رسېدو خبر ورکړی دی.

د ياد وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، له دې ډلې ۳۷۹ ميليونه ډالره د هېواد صادرات دي چې ډېره برخه يې وچه مېوه؛ وچ انځر، زعفران، اينجه او تخم‌يې، مميز، شنه زيره، پسته او بادام شامل دي.

د جواد په وينا، له هنده افغانستان ته وارد شوي مواد طبي توکي، صنعتي خام توکي، د کتان مساجات، د موټرو پرزې، ماشين‌الات او بېلابېلې جامي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند زياته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختيا کار رواند دی او تمه ده، دا شمېر نور هم لوړ شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f720h
دکمه بازگشت به بالا