کابل په شهرنو کې دوه کسان له «۲۳۰۰» نشهيي ګولیو سره ونیول شول

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د کابل په «شهرنو» کې دوه کسان د نشې له ۲ زره ۳۰۰ ګولیو سره نیول شوي دي.
د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې دا کسان او یادې ګولۍ د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم په پلازمېنه کې د نشې لپاره کارېدونکې زرګونه ګولۍ کشف او ضبط شوې وې.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو څه باندې څلورو کلونو د نشهيي توکو سلګونه کاروباریان نیول شوي دي.
د ویلو ده چې اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره هممهاله په هېواد کې په نشهيي توکو روږدو کسانو د راټولولو لړۍ هم پیل شوه او په دې موده کې لسګونه زره روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
څه موده مخکې عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې تر دې دمه د شاوخوا پنځوس زره روږدو کسانو درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوی دي.

