کابل: څلور کسان د غلا او نامشروع اړیکو په جرم محکوم شول

ستره محکمه وایي، په کابل کې د یوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تړاو تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان او د چهارآسياب ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې، د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د غلا، زنا او نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کابل د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان او د چهاراسیاب ابتدائیه محکمې درې کسان پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او څلورم کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
سترې محکمې زیاته کړې چې یادې پرېکړې د یادې محکمې د مقام له تائيد وروسته پر متهمینو او مجرمینو تطبيق شوې.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a507s