کابل: ۲۰ زره وګړو ته الکترونیکي پېژندپاڼې او د بانکي خدماتو اسانتیا

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند، محمدحلیم رافیع وایي چې د کابل ښار سرای شمالي وېشڅانګې له لارې د روان کال له پیله تر اوسه ۲۰ زره هېوادوالو الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.
ښاغلي رافیع لیکلي چې په دې څانګه کې د ورځې شاوخوا ۶۰۰ مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کېږي، او د بانکي تعرفو د تحویلولو په برخه کې مراجعینو ته د لااسانتیاوو په موخه هلته د میوند بانک څانګه هم فعاله شوې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a494s