کابل ۳۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي؛ ښاروالۍ ۱۲۰ پروژې پرمخ وړي

په کابل ښار کې د بنسټیزو او زیربنایي پروژو د پراختیا په لړ کې، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۳۵۰ کیلومټره سړکونه جوړ شوي دي. نوموړي دا څرګندونې د کابل ولایت د اداري ودانۍ مخې ته د یوه هوايي پل د جوړولو د کار د پيل په مراسمو کې کړې دي.
انجنیر یاسر ویلي، چې کابل ښار له جدي ټرافیکي ستونزو سره مخ دی، خو د دغو ستونزو د کمولو لپاره د ښاروالۍ له لوري دا مهال شاوخوا ۱۲۰ بېلابېلې ودانیزې او ټرافیکي پروژې روانې دي. د هغه په وینا، یادې پروژې د ښار د تګ راتګ اسانتیا، د ګڼهګوڼې کمښت او د ښاریانو د ورځني ژوند د اسانتیا لپاره طرحه شوې دي.
د ودانیزو چارو مرستیال همدارنګه د برکي پل پروژې ته په اشارې ویلي، چې د دې پروژې چارې تر اوسه نږدې ۴۵ سلنه پر مخ تللې دي او هڅه روانه ده چې پاتې کارونه یې هم په ټاکلي وخت بشپړ شي. د هغه په وینا، د ورته پروژو بشپړېدل به د ښار په مهمو سیمو کې د ټرافیکي فشار په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.
د کابل ښاروالۍ مسوولان ټینګار کوي، چې د ودانیزو او ترانسپورتي پروژو دوام به نه یوازې د ټرافیکي ستونزو د حل لامل شي، بلکې د ښار بڼه به هم معیاري او منظمې ودانیزې بڼې ته نږدې کړي.

