کرزی پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغان خاوره بریدونه بند کړي

خبرگزاری سریع؛ د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي، پر پکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه چې یو شمیر هیوادوال یې د کرېکټ ځوانو لوبغاړو په شمول شهیدان او ټپیان کړل، په کلکو ټکو غندي.
حامد کرزي، د دغو بريدونو له امله د شهیدانو کورنیو ته خپل د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي.
ښاغلي کرزي ویلي، پاکستان دې د خپل خیر لپاره د افغانستان پر خلکو او خاورې تیری بند کړي، پر خپلو پالیسیو دې له سره غور وکړي او له افغانستان سره دې د نړیوالو اصولو پر بسنټ د ملګرتیا او متمدنانه اړیکو لاره خپله کړي.